نظم
چې بد نه کاندي خبيث
Khushal Khan Khattakچې بد نه کاندي خبيث
نور به څه کاندي خبيث
ځنې طمع دښو مه کړه
کله ښه کاندي خبيث
چې د بل ښې کردې ويني
ځان اوبه کاندي خبيث
که يې ځای وکړې په زړه کې
خوږ دې زړه کاندي خبيث
که دما په خوله شي خدای دې
ژر ړانده کاندي خبيث
ډېر ابله په خيانت کې
د ځان مله کاندي خبيث
ډېر ابله په خيانت کې
دځان مله کاندي خبيث
چې جهان ورځنې خلاص شي
خدای دې مړه کاندي خبيث
د مېږي غوندې خوشاله
الواته کاندي خبيث