څلوريزه

چې چا ته وکړې بيا يې پرې زباد کړې

Khushal Khan Khattak

چې چا ته وکړې بيا يې پرې زباد کړې

خپل ور که واړه هسې برباد کړې

که توره ماته کړې په جنگ هيڅ دی

کار د مړانې چې چاته ياد کړې