غزل چې د بخت د طالو سپين دی، تور به نه شي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې د بخت د طالو سپين دی، تور به نه شي چې شېرين دی له ازله شور به نه شي 02 هر چې غوړ د محبت لري په زړه کې که پرې زر کالونه تېر شي سپور به نه شي 03 ددې نورو بازارونو خورېدل شته يوبازار د محبت دی خور به نه شي 04 خو چې وزېږي له موره، چې بد ذات وي په ورورۍ يې غلط مه شه ورور به نه شي 05 چې له ياره سره کښېنم، رقيبان مې تل په بد نظر کاته کا، کور به نه شي؟ 06 څوک چې زور سره ښکاره کا زيان رسېږي که پخپله بوسه راکا زور به نه شي 07 هسې نه چې زور مې نشته زړه دې گورم ته پخپله مهر وکړه زور به نه شي 08 و هر چا وته رسېږي خپله بخره چې يې پلی په ازل کړ سور به نه شي 09 لاس په لاس سودا بهتره تر هر څه ده مسافر په لارو لاړيم پور به نه شي 10 که هزار ځله حکمت، هنر تدبير کا دخوشال په باب چې شوي نور به نه شي Dictionary meaning × Headword