غزل
چې د دواړو سترگو شېر در څخه شته
Khushal Khan Khattakچې د دواړو سترگو شېر در څخه شته
پرې يې خوره له ځان سېر در څخه شته
آيينې و ته نظر کړه گل به څه کړې
چې خپل مخ د گل په څېر در څخه شته
که دې زړه زما په زړه دی چې يې ټول کړې
ټولوه يې چې کشمېر در څخه شته
ډېر به ما غوندې په عقل تېرو بېر کړې
چې وربل دې تېر و بېر در څخه شته
تل دعا درباندې کا، ځنې خبرېږه
يو څو خوار له دله هېر در څخه شته
که جمال، کا ناز و خيال، که کرشمې دي
دا تر شمار، تر حساب تېر در څخه شته
لږ د مهر، د وفا خويونه زده کړه
د جفا خويونه ډېر در څخه شته
عاشقان غريبان وژنه، صرفه مه کړه!
دغمزې تېره شمشېر در څخه شته
کله ډک مهر د خولې په خوشال وکړه
خو که تش مهر برسېر در څخه شته