غزل
چې د عشق په ملک نديم يم
Khushal Khan Khattakچې د عشق په ملک نديم يم
د اندوه په ملک مقيم يم
نه بهشت وته هوس کړم
نه په وېره د جحيم يم
بند د يار په اختيار يم
ازاده له هر نعيم يم
سينه زه لرم روښانه
تاته تور سيه گليم يم
هغه قول چې ما کړی
په غه قول مستقيم يم
خليفه اصل دما دی
لوی نسب يم، که يتيم يم
که نور اوس د مينې لاف کا
زه عاشق په يار قديم يم
په غه اور چې عشق يې نوم دی
گه براهيم، کله کليم يم
د يوه نفس د پاره
په اميد و هم په بيم يم
زه خوشال په خرابات کې
گرم په امانت عظيم يم