غزل چې د خلکو نېکخواهي لري په زړه کې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې د خلکو نېکخواهي لري په زړه کې مبارک شه، بادشاهي لري په زړه کې 02 که يې غوږ د دانشمند په نصيحت وي څه عجبه اگاهي لري په زړه کې 03 د ناصح په نصيحت به اصلاح نه شي هر سړی چې تباهي لري په زړه کې 04 دمردانو په معراج به ورتلی نه شي که د سعې کوتاهي لري په زړه کې 05 مختورن د دواړو کونو نه دي څه دي؟ چې هر چا سره سياهي لري په زړه کې 06 نېک کردار سره به فکر وي د امر بد کردار به مناهي لري په زړه کې 07 نېک بختان به اندېښنې کاندي د نېکو بدبختان به گمراهي لري په زړه کې 08 په هغه هنر کې ټينگ اوسه خوشاله! هر هنر چې سپاهي لري په زړه کې Dictionary meaning × Headword