غزل

چې د کښليو په ليدل نه وي محظوظ

Khushal Khan Khattak

چې د کښليو په ليدل نه وي محظوظ

د سرود په اروېدل نه وي محظوظ

چې حاصل يې د خپل يار ننداره نه وي

په گلزار يې سوخته دل نه وي محظوظ

که شېخان، که زاهدان، که عابدان دي

په دا خپل عمر به تل نه وي محظوظ

چې يې دواړه شونډې کښل کړم پرې محظوظ شم

څوک به هم په مې خوړل نه وي محظوظ

کله کله هسې وخت په سړي راشي

چې د گلو په کتل نه وي محظوظ

چې خپل يار سره يې ناسته په خلوت وي

د هغه خاطر په بل نه وي محظوظ

د خوشال ويل هنر دی هغه خر دی

چې به دی په دا ويل نه وي محظوظ