نظم

چې د پلار د مرگ مې تېر شو پوره قرن

Khushal Khan Khattak

چې د پلار د مرگ مې تېر شو پوره قرن

د صفرې په مياشت ومړه زما مور

پوره زر اتيا کالونه د هجرت وو

چې دمور په خوا مې ومړ مشرکور

چې د مور تر مرگ مې ومړه وړاندې وروسته

يوه لور د شاه بانو وه پسې خور

خدای دې باغ د جنت کاندي د واړو

چې په باغ د دنيا ننی وويني نور