غزل چې د پلار په بد گوييه سر شي پوت Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې د پلار په بد گوييه سر شي پوت صد لعنت دده د مور په گنده چوت 02 چې د مور په چوت يې خير و برکت وي له هغې موره به نه زېږي کپوت 03 بختور يې هغه پلار هغه يې مور وي چې له موره نه فرزند زېږي ثبوت 04 د بد زويه ږغ د فسق و د فساد ځي د ښه زويه ځي نارې په ملکوت 05 د زمري په خوی پيدا شي ځينې زويه ځينې غواړي دگيدړ غوندې خپل قوت 06 چې يې نوم په جهان پاتې شي د نېکو هغه زوی دی په جهان کې لايموت 07 و صورت وته يې مه غړوه سترگې د خپل زويه خو عمل گوره کرتوب 08 د سپين توت چې مزه نه وي څه په کار دی که ښه خوند لري ترې ښه گڼه تور توت 09 ډېر ځوانان چې احمقان دي لکه پياز دي و خوشال ته هوښيار مښک دی پير فرتوت Dictionary meaning × Headword