غزل چې د پلار سره دروغ نفاق خلاف کا Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې د پلار سره دروغ نفاق خلاف کا د نور چا سره به څه رنگه زړه صاف کا 02 گوره بيا يې کوم دروغ نفاق په زړه دی منافق په خپل گناه چې اعتراف کا 03 نه به زه د ناخلف گناه معاف کړم نه به خدای د غزازيل گناه معاف کا 04 دا واړه غرونه لا هيڅ نه دي، راضي يم که په ميان کې مو خدای غر د کوه قاف کا 05 حال د خپل زوی يې خپل پلار وته معلوم دی څوک نه څه لره د عاق راته اوصاف کا 06 نه به ده غوندې دروغ دورغجن وايي نه به ده غوندې سړی مکر و گزاف کا 07 هم هزار رنگه دروغ خلاف په زړه کې هم هزار رنگه په خوله د صدق لاف کا 08 په ژوندون يې ديدن مه وينم هاله هم پس له مرگه که دما د گور طواف کا 09 چې مې هسې تر بيت د ناخلف کړ دا په دا چې دی له ما سره مصاف کا 10 په ژوندون به يې ارمان ووځي له دله زمانه که د خوشال سره انصاف کا Dictionary meaning × Headword