غزل
چې د سمې ملکان دي
Khushal Khan Khattakچې د سمې ملکان دي
چې په سوات کې کد خدايان دي
که يوسف دي، که مندړ دي
چې په نام دمير افغان دي
په همه وو مې سلام دی
چې په پت د حمزه خان دي
تل په چا نه وي يک سانه
هسې چارې د اسمان دي
په وگړي يې غم خور شو
حکمتونه د سبحان دي
يا د به پاته په جهان شي
که نېکۍ بدۍ گذران دي
د خوشال د زړه داغونه
يو شان نه دي په شان شان دي