غزل
چې دا هسې ښايسته يې زېړه گله
Khushal Khan Khattakچې دا هسې ښايسته يې زېړه گله!
ځکه تا په ځان شيدا کړله بلبله
چې يې طور ستا د تورو زلفو واخيست
ځکه بوی د مهر نه ځي له سنبله
د لبانو بوسه بيا ورکړه مشتاق ته
چې مستي يې لا اثر وکا تر مله
چې په پټو سترگو ناست، ليدل د يار کړم
خلق څه خبر له هسې رنگه شخوله
راشه خپل وژلي گوره په خپل وره کې
په غمزو، په خرخشو، په تغافله
چې د خلقو له نظره دې آمان وي
همېشه درباندې لولم څلور قله
لکه يار راسره و، په هغه شان دی
ښه چې بيا دې مخ توری وشو چغله
لا به کله سر زما په غېږ کې کښېږدې
چې د مښکو بوی دې درومي له کا کله
څوک، چې صبر ستا له مخه راته وايي
زما څه غرض له صبر و تحمله
درست عالم دې په خوشال باندې غوغا کا
باز پروا کا د کارگانو له غلغله!