غزل چې دا هسې رنگ ماڼې کړې بې گناهه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې دا هسې رنگ ماڼې کړې بې گناهه وېره نه کړې د عاشق د زړه له آهه 02 چې په هر لوري روانه په ښېوه شې در سره زما دعا درومي همراهه 03 چې دې هومره ډېر دماغ وته وگورم بل دې سيال په جهان نشته بې بادشاه 04 معشوقه مې د عاشق غندنه نه کا گل بورا وته ونه وی توره سياهه 05 يا په ما باندې مينه کړې دلبره يا مې مينه ځنې ماته کړې الهه! 06 چا ته حال د زړه معلوم کړم، خبر نه يم يو نېک خواه په جهان نشته بې بدخواهه 07 رقيبان دې غوغا کا، پروا مې نه شي شېر به کومه اندېښنه کا له روباهه 08 په يوه گوزار يې درست مقصود د پوره شو چې نگاه يې په خوشال وشوه ناگاهه Dictionary meaning × Headword