غزل چې دا هسې يې اغازه عربده کړه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې دا هسې يې اغازه عربده کړه مگر تشه يې له ميو مکيده کړه 02 عقل ډېره شعبده لري په ميو ساقي! تار په تار يې هره شعبده کړه 03 ښه جمال لره پيدا کړه زما سترگې له غه پسه يې جمال مشاهده کړه 04 يو ځل بيا له زېبا مخه پلو واخله دا په غم کې پراته لا په غم زده کړه 05 ستا له غمه چې ډېر، ډېر همېشه ژاړم دواړو سترگو مې خجله نربده کړه 06 د ويشتلو آه چې ولگي ښه نه دی لا دوخته يې د زړه له حاله زده کړه 07 د قلم له سره تور لوگی روان شو چې خوشال ددې غزل مسوده کړه Dictionary meaning × Headword