غزل
چې د زړه اخلاص دې نه وي له معبوده
Khushal Khan Khattakچې د زړه اخلاص دې نه وي له معبوده
لا عجب که يې راضي کړې له سجوده
محرمانو اجازت موندلی نه دی
گڼه ډېر به يې خبر کړل له دې سوده
محبت غلام بادشاه، بادشاه غلام کا
خبر واخله! له ايازه ، له محموده
خدای زما تر فهمه ښه دعشق هنر کړ
که دا چاره نور عالم وته نابوده
تورو زاغو د گلونو قدر څه زده؟
له جماله يې بلبله شوه خوشنوده
په سنت به د همه زړونو مردود شي
که د چار شي تر يوه پورې مردوده
تر مطلوبه پورې شرط د رسېدو دی
که تمامه لار په وينو شي آلوده
خو يو بخت دې ناسازي راسره نه کا
تل کينه کوه له ما سره حسوده!
کل مقصود د زړه هورې چې هغه يار وي
بخته! راشه ته مې وروړه تر مقصوده
ما خوشال يې سودا کړې ناديده ده
که کالي په بهانه ځي بې نموده