غزل
چې د زلفو زنځيرونه ښکاروې
Khushal Khan Khattakچې د زلفو زنځيرونه ښکاروې
کوم دمينې لېوني هوښياروې
عاشقان دې قتل کړي دي بې تېغه
چاته توره د غمزې تيار وې
و کافر ته د مومن آزار ثواب دی
کافر گۍ يې ځکه ما آزار وې
راتر غاړه ستا د زلفو زنار نه دی
نور مې څه په کافرۍ اقراروې
په ملال، ملال کاته دې نور چا نه زده
خو هم ما زده، چې پرې ما بيماروې
کښلی مخ دې دچراغ غوندې ښکاره کړه
عاشقان لکه پتنگ ترې ځاروې
په خندا خندا راڅه غاړه غړۍ شه!
که خوشال به له ژړا قراروې