غزل
چې دخولې ويل يې نور دزړه يې نور وي
Khushal Khan Khattakچې دخولې ويل يې نور دزړه يې نور وي
د هغه مخ به په دواړه لوريه تور وي
له ناپوه سره راضي نه يم په باغ کې
له دانا سره قبول لرم، که اور وري
که په لاس کې يې ډک جام کښېږدې څه سود دی
د هغه چې له ازله جام نسکوره وي
نالايق زويه دې خدای د چا لوی نه کا
چې په ځان دده له خويه پلار او مور وي
يو لايق زويه د پلار کره لوی ښه دی
نالايق په څه شماره که درې - څلور وي
ښه لايق زويه مور، پلار په نېکۍ ياد کا
نالايق د پلار آزار، د ور پېغور وي
د غوولي زويه شور وي په خپل کورکې
د ښاغلې په جهان کې شر او شور وي
که هرڅو د سړي ډېر زويه پيدا شي
بيا په واړو کې څو يو زويه انځور وي
هغه زويه خو په گور ښه دی خوشاله!
چې بهرام غوندې يوازې د خپل کور وي