غزل
چې درومې په انگړ کې، درست انگړ سره يو گل شي
Khushal Khan Khattakچې درومې په انگړ کې، درست انگړ سره يو گل شي
دمښکو بوی راپاڅي، چې دې تار په تارکاکل شي
چې سترگې کړې ورپورته په نرگس شي بلا سازه
چې زلفې کړې نمودې حبطه واړه سنبل شي
د ملا د ويښته فرق به دې هيڅ يو سره ونه کا
که واړه دانايان مې په دا فکر ، تامل شي
عالم وايي و ماته له ښه مخه صبر وکړه
حيران يم له ښه مخه په څو صبر و تحمل شي
د خوشال خاطر يې هسې ځنې يوړو تورو سترگو
لکه صيد د شاهينو تر مښوکو، تر منگول شي