نظم

چې دروه په ملک کې ښه پښتون يادېږي

Khushal Khan Khattak

چې دروه په ملک کې ښه پښتون يادېږي

نن مومند بنگښ ورکزي اپريدي دي

د مومندو سپي بهتر دي تر بنگښه

که هزار ځله مومند بتر تر سپي دي

چوهړي د اپريدو نه ورکزي

اپريدي که همه واړه چوهړي دي

هرچې ښه دپښتونخوا دي حال يې دا دی

هغو بدو ته يې څوک وايي سړي دي

له ژونديو پښتنو ښېگړه نشته

هر چې ښه ووهغه کل د گور بندي دي