غزل چې دې زړه، هسې پرې ناز کوه دلبره Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې دې زړه، هسې پرې ناز کوه دلبره! په خوشال دې خاطر گران دی، لکه و 02 چې په عشق کې يې و نورو ته پېغور شو اخ چې لاس په لاس په ده پورې دا تور شو 03 محتسب چې په احداد وو د مستانو د رندانو سره ناست دی،باده خور شو 04 چې پرون يې فاسقانو سره جنگ و نن هغه تر فاسقانو لا څه نور شو 05 چې غيبت يې بداوه د بل تر زنا نه راشه گوره په غيبت د پلار ومور شو 06 که د ږيرې پ وکښل يې ورته وايم نصيحت د نېکخواهانو باندې اور شو 07 گوره! څو عالم به لاندې کا تر چلو نن چې دا درياب راوخوت موج يې زور شو 08 صنوبر چې هومره ډېره لويې غوښته ځکه هسې په باد تی، په باد نسکور شو 09 چې يې زړه تر کاڼي سخت، هغه مې يار دی بدې بخرې! څه زما کاڼی په کور شو 10 تورې سترگې يې بلا دي، عاشق گوره! په بلا باندې وردرومي، کرو کور شو 11 دا د خپل عمر دليل وکړه خوشاله چې لاله په باغ کې وغوړېده، خور شو Dictionary meaning × Headword