نظم

چې دايم په يوه حال دی هغه خدای دی

Khushal Khan Khattak

چې دايم په يوه حال دی هغه خدای دی

په سړي باندې ور درومي څو حالونه

دا څلور عنصره تل وبله جوړ نه وي

دا پنځه حواسه جوړ وي، څو کالونه

دا چې ته وايې زما دي، دا ستا نه دي

که دې ځان دی که دې ملک دی که مالونه

ښه هغه چې يې خدای فهم فکر ښه کړ

بد هغه چې يې باطل د زړه خيالونه