غزل چې غرقاب شي تر مژگان په يم د زړۀ Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې غرقاب شي تر مژگان په يم د زړۀ نور خراب شي خانمان په نم د زړۀ 02 عبث وايي غم د زړه و بوالهوس ته څه پوهېږي هلکان په غم د زړه 03 په بل مخ باندې سيوا د يار له مخه ما تړلي دي چشمان محکم د زړۀ 04 چې ييې عرش او کُرسي لاندې دي تر سيوري بالاتر دی هسې شان علم د زړۀ 05 د خليل تر کعبې دا کعبه ده لويه که آباد کا څوک ويران حرم د زړه 06 که نور خلک قدمونه ږدي په ځمکه ما دی ايښی په اسمان قدم د زړه 07 دا مکان چې د اسمان ځمکې تر ميان دی يو خلوت دی دا مکان سُلم د زړۀ 08 زه ملهم د زړه له چا غواړم بې خدايه چې کړی نه شي طبيبان ملهم د زړۀ 09 صورتي همدمان ډېر دي په جهان کې ولې نه مومي رحمان همدم د زړۀ Dictionary meaning × Headword