غزل

چې غرقاب شي تر مژگان په يم د زړۀ

رحمان بابا

چې غرقاب شي تر مژگان په يم د زړۀ

نور خراب شي خانمان په نم د زړۀ

عبث وايي غم د زړه و بوالهوس ته

څه پوهېږي هلکان په غم د زړه

په بل مخ باندې سيوا د يار له مخه

ما تړلي دي چشمان محکم د زړۀ

چې ييې عرش او کُرسي لاندې دي تر سيوري

بالاتر دی هسې شان علم د زړۀ

د خليل تر کعبې دا کعبه ده لويه

که آباد کا څوک ويران حرم د زړه

که نور خلک قدمونه ږدي په ځمکه

ما دی ايښی په اسمان قدم د زړه

دا مکان چې د اسمان ځمکې تر ميان دی

يو خلوت دی دا مکان سُلم د زړۀ

زه ملهم د زړه له چا غواړم بې خدايه

چې کړی نه شي طبيبان ملهم د زړۀ

صورتي همدمان ډېر دي په جهان کې

ولې نه مومي رحمان همدم د زړۀ