غزل چې غبار د ستا د لارې په خوا ورشي Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې غبار د ستا د لارې په خوا ورشي که په دواړو سترگو ړوند وي مبصر شي 02 تازه نوی سر پيدا کا لکه شمع چې يې غوڅ د ستا په مينه د زړه سر شي 03 چې کېميا دقناعت يې په لاس کښېوځي که گدا وي دقارون په څېر توانگر شي 04 ستا د در گدايان واړه بادشاهان دي خو چې ستا له دره ووځي در په در شي 05 تل يې مخ وي له عالمه جاروتلی د هغو چې ستا په مخ باندې نظر شي 06 که د درست جهان له حاله خبردار وي چې تا وويني له واړو بې خبر شي 07 آيينه که د جمال کړې ور څرگنده دا گدای رحمان به شاه سکندر شي Dictionary meaning × Headword