غزل

چې غبار د ستا د لارې په خوا ورشي

رحمان بابا

چې غبار د ستا د لارې په خوا ورشي

که په دواړو سترگو ړوند وي مبصر شي

تازه نوی سر پيدا کا لکه شمع

چې يې غوڅ د ستا په مينه د زړه سر شي

چې کېميا دقناعت يې په لاس کښېوځي

که گدا وي دقارون په څېر توانگر شي

ستا د در گدايان واړه بادشاهان دي

خو چې ستا له دره ووځي در په در شي

تل يې مخ وي له عالمه جاروتلی

د هغو چې ستا په مخ باندې نظر شي

که د درست جهان له حاله خبردار وي

چې تا وويني له واړو بې خبر شي

آيينه که د جمال کړې ور څرگنده

دا گدای رحمان به شاه سکندر شي