غزل
چې گلرنگه معشوقه لري په کور کې
Khushal Khan Khattakچې گلرنگه معشوقه لري په کور کې
د صحرا سيل دې وسېځي په اور کې
په هجران کې مې ژړا هغه خندا شوه
چېمې يار سره خندا وه په بيو ور کې
لکه لوند حرڅوړی تاو کړې نم يې ووځي
بېلتانه هسې نچوړ کړم په خپل اور کې
د عشق شور دې د عاشق له دله نه ځي
په جهان يي فيروزي ده په دا تور کې
په هر ځای چې د رندانو مجالس وي
تر قيامته به يادېږم په څلور کې
شور و شر به ( رانجا) په جهان نه و
که د (هېر) صورت پيدا نه وای په شورکې
که خبر د (درخانۍ) له مخه نه وای
ادم خان به ځنې څه غوښتل په کور کې
پښتنې جونه دي زلفې باد ته نيسي
چې شمال يې بوی راوړي په رنتهبور کې
د عاشق له نام و ننگه سره څه دي
څه مې غم که اشنا موم په پېغور کې
د خوشال د زړه مې ښه ننداره وکړه
سمندر غوندې بازي کا په بل اور کې