څلوريزه

چې جنگيالی دی، دولت هغه مومي

Khushal Khan Khattak

چې جنگيالی دی، دولت هغه مومي

چې ننگيالی دی عزت هغه مومي

دا دواړه توکه سره تړلي دي

څوک چې محنت کا راحت هغه مومي