نظم

چې ښه وخوري بيا ښه کښېني

Khushal Khan Khattak

چې ښه وخوري بيا ښه کښېني

ښه خوب وکړي په پالنگ

که په اصل نامرد، نه وي

تل به لوند لري خپل تنگ

که دې دا صحت نصيب شي

د طبيب مه گوره رنگ