غزل

چې خبر شوم د ساقي دجام له راحه

Rahman Baba

چې خبر شوم د ساقي دجام له راحه

لکه مړی ملاقي شوم له ارواحه

زه چې زلفې د يار ووينم په خوب کې

په شپه مښک راباندې اوري تر صباحه

سبا زېری د وصال په مهجور کاندي

د هېواد خبر مونده شي له سياحه

که روا کا خون خوردن دعاشقانو

څوک وتی شي دخوبانو له صلاحه

هرساقي چې جام د عشق لري په لاس کې

دا پياله يې په مستانو ده مباحه

مخ بې مينې که څوک ستايي ستايه نه شي

د ممدوح له قدره چا زده بې مداحه

د جمله مشکلات قلف به يې شي لري

که د فتح کونجي ورکاندې فتاحه

مرتبه دعاشقۍ واړه په عشق ده

نه له زهده له تسبيحه له صلاحه

د دنياناوې په عقد کې دين غواړي

ای رحمانه! ځان يې ژغوره له نکاحه