غزل
چې خدای په بت مين کړم که دا عيب دی هم وي دې
Khushal Khan Khattakچې خدای په بت مين کړم که دا عيب دی هم وي دې
سجود که د وتن کړم که دا عيب دی هم وي دې
عالم وايي عاشق شوې، زه سوگند خورمه چې کله
درست خلک دروغجن کړم که دا عيب دی هم وي دې
که نور خلک خپل زيست کا زه سر تور مسله لنگه
په ملک گرځم ديدن کړم که دا عيب دی هم وي دې
کافر يم که يې وباسم هغه ساعت له ژبې
ستا نوم چې ځنکدن کړم که دا عيبدی هم وي دې
که ستا کوڅه جنت سره څوک سمه راته کېږدي
کوڅه به دې وطن کړک که دا عيب دی هم وي دي
تحسين لره بل نه لرم چې هومره ډېره مدحه
دخپل شعر، سخن کړم که دا عيب دی هم وي دي
چې ځوان وم، دا يم زوړ شوم په رښتيا رښتيا خبرو
عالم دځان دښمن کړم که دا عيب دی هم وي دې
شېخان او زاهدان واړه پټ پسې شا ويل کا
په مخ يې مبرهن کړم که دا عيب دی هم وي دې
که نور په صهبا مست دي، زه خوشال په خرابات کې
مستي يې په ديدن کړم که دا عيب دی هم وي دې