غزل چې ښکاره په آرايش کې شگفته شي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې ښکاره په آرايش کې شگفته شي صلوات يې په جمال باندې گفته شي 02 آشفته کاندي روزگار د پرهېزگارو چې يې زلفې په عذارو آشفته شي 03 چې يې نه وينم، زه هسې ځلبلاند شم لکه گل له عندليبه نهفته شي 04 چې دغوږو دُر يې نه وينم په سترگو دُر گوهر مې په هرهر باڼه سفته شي 05 د وصال په وخت هم خوب دعاشق نه وي ترو بې وخته په هجران په څو خفته شي 06 ښه خو دا چې يې برقع په مخ پرته ده اوکه نه پرې به وگړي الفته شي 07 زړه مې وايي چې ورتلای په در يې ايل کړای په هر ځای چې ښه محبوبه شنفته شي 08 و خوشال ته ددې باغ غونچه ښکاره وه چې به دا رنگه گلونه شگفته شي Dictionary meaning × Headword