غزل

چې خوب په پالنگ نه و، بې د پرو له بالښته

Khushal Khan Khattak

چې خوب په پالنگ نه و، بې د پرو له بالښته

راشه گوره ننداره کړه تر سر لاندې اومه خښته

چې فاني دنيا دني ده، بود يې نشته ناهني ده

ځکه داده ای نادانه! د هوښيار تر فهمه زشته

دا دنيا خارښتي بزه ده، په ساتل يې څه مزه ده

شپون يې وشړي له بزو نه، چې يې پوه شي له خارښته

چې هم تول ځي، هم دليه، دا طوفان دی که ږليه

چې يې ويږي مونده نه شي، هی توبه له هسې کښته

ما ليدې په دا چشمانو، ورانې مېنې د شاهانو

يکپاره ورځنې ولاړل چې يې درسته دنيا غوښته

د لکونو پيدا غول کړه، د جهان گنجونه ټول کړه

نه به ته، نه به ستا پشت وي بيا سنجر شه يو څه پښته

د سېلاب په مخ دې کور دی، دادني فکر دې نور دی

چا به تکړه هور ته خونه چې به دا په سېلاب رغښته

په دنيا کې که شداد شې، بيا به نه په بلا ياد شې

که بهشت په دنيا روغ کړې، څه دې سود دی له بهشته

هغه يوړله له ځانه، دا فاني دنيا ای ځوانه!

چې يې تار په تار خره کړه، نه هغو چې يې ونغښته

ما يې وليدل کارونه، طور طور رفتارونه

په راتله په ستغ، ختنه، په تله کنډې غوندې رغښته

که کم عقل، که کانايې که هوښيار يې، که دانا يې

د ميرباز غوندې ورځغله، د خوشال غوندې ترې تښته