غزل
چې کوتلي وي په تېغ ستا د چشمانو
Rahman Babaچې کوتلي وي په تېغ ستا د چشمانو
سر حلقه وي د جمله وو شهيدانو
ستا وصال د سر پرېکړو دی دلبره
ژوندي نه مومي جنت بې مردگانو
د پېري سيوری عاقل لره ضرور دی
دا مقام دی د سرتورو دېوانگانو
په سر پوښ محل کې نور د آفتاب نه وي
دا دولت دی نازل شوی په ډاگيانو
هم په دا زما له سترگو وينې څاڅي
چې دې نقش په کې رنگ دی د لبانو
مشکين خال دې په سرو لبو هسې زېب کا
لکه مهر په مخزن د دُر مرجانو
ماسيوا له ياره هر چې دي رحمانه
واړه کفر دی په دين د عاشقانو