غزل چې کوتلي وي په تېغ ستا د چشمانو رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې کوتلي وي په تېغ ستا د چشمانو سر حلقه وي د جمله وو شهيدانو 02 ستا وصال د سر پرېکړو دی دلبره ژوندي نه مومي جنت بې مردگانو 03 د پېري سيوری عاقل لره ضرور دی دا مقام دی د سرتورو دېوانگانو 04 په سر پوښ محل کې نور د آفتاب نه وي دا دولت دی نازل شوی په ډاگيانو 05 هم په دا زما له سترگو وينې څاڅي چې دې نقش په کې رنگ دی د لبانو 06 مشکين خال دې په سرو لبو هسې زېب کا لکه مهر په مخزن د دُر مرجانو 07 ماسيوا له ياره هر چې دي رحمانه واړه کفر دی په دين د عاشقانو د قاموس مانا × اصلي کلمه