غزل چې له عشقه بله چار گڼي افزونه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې له عشقه بله چار گڼي افزونه تر دا بله اندېښنه نشته زبونه 02 باور وکړه، چې د عشق په کاروبار کې که زيات نه يم کم هم نه يم تر مجنونه 03 ظاهري گونه د زړه په حال گواهي لي که هيڅوک نه دي خبر له اندرونه 04 ته ناترس به گوته هم پرې لنده نه کړې که له دوو سترگو روان کړم دوه سيندونه 05 چې د زړه له تاوه ووځي غه خبره اثر و کاندي اخر په واړه زړونه 06 کل عالم د بېلتانه له لاسه زار کا زه په څو خبرو خوښ يم له بېلتونه 07 يو يې قدر د وصال راته څرگند کړ بل يې سهل را ښکاره کړل نور غمونه 08 چې تا شان د ليلا کړ زه پوهېدلم چې به ستا له لاسه ځای کړم غاړې غرونه 09 چې يک لخته دې خوشال له زړه نه ويوست درپوهېږم ډار دې نه کېږي له خونه Dictionary meaning × Headword