غزل
چې له تا سره په سر کاندي سودا
Rahman Babaچې له تا سره په سر کاندي سودا
بل به نه وي هسې ما غوندې شيدا
نه به ما غوندې شيدا وي په جهان کې
نه به تا غوندې دلبر شي بل پيدا
ما به صبر ستا په جور و جفا وکړه
ولې نه شي د ژړا په ځای خندا
بې د ستا له مخه کون دی که مکان دی
ښه تو ښه مې نه په دا شي نه په دا
جدايي به دې هېڅ رنگ قبوله نه کړم
څو مې نه وي روح کالبوت سره جدا
کله وروستو مقتديان وړاندې امام وي
ما له تا پسې ده کړې اقتدا
زه يو نه يم درست جهان په تا مېن دی
که بادشاه دی ددې د هر که گدا
کشکې خط دې امانيه و ما راکړی
چې له ما سره وعده کړې د فردا
زه په خپله په تا نه يم مېن شوی
ستا له لوريه په ما شوې ده ندا
زه په تا باندې مېن يم له ازله
نه چې کړې مې نن ورځ ده ابتدا
چې د ستا د عاشقۍ په تېغ شهيد شي
د رحمان غاړه په هله شي ادا