نظم

چې لاف وهي د شعر

Khushal Khan Khattak

چې لاف وهي د شعر

نن په دا دور دې ډېر

خدای دې نه کا چې به وايم

حال د ديو تېر و بېر

څوک پاوی څوک نيم پاوی دی

قلندر په کې نيم سېر

زمونږه په حساب دی

هيڅ مې نه دی واصل هېر

بل دولت فقير درې پاوه

زه ترې څو سر شاهي تېر

چې په سرای کې به پيدا شي

پس له قرنه پوره سېر