نظم

چې ليندۍ يې دي په غشي

Khushal Khan Khattak

چې ليندۍ يې دي په غشي

خورنده وي په خواړه

جامې اغوندي سپينې

بد يې نه ووځي تر خوله

دورنگي په کې نه وي

لکه خوله هسې په زړه

په خپلو يې نظر وي

په پردي نه کا کاته

په ستر سهار بېدار شي

مشغولا کا په لمانځه

جهان تر ما قربان شه

زه قربان شم تر هغه