نظم

چې مغول وته مې وتړله توره

Khushal Khan Khattak

چې مغول وته مې وتړله توره

درست پښتون مې و عالم وته ښکاره کړ

خټک کله په شماره په حساب ياد وو

خټک ما د اولسونو په شماره کړ

اتفاق په پښتانه کې پيدا نه شو

گڼه ما به د مغول گرېوان پاره کړ

څه په عقل په تدبير په توره نه ده

حواله مې مرشد کار په ستاره کړ

په منصب چې غولول نه کا نور به څه کا

مغول خدای و پښتنو ته بېچاره کړ

خپل تدبير توره مې کېښوه په کندو کې

دادی ځان مې له عالمه کناره کړ

اوس مې نور غمونه نشته غم مې دا دی

چې اولاد مې خدای داهسې هيڅکاره کړ

سره يو تر بل اخته دي په خپل کور کې

په نفاق يې غم و ماته اجاره کړ

دمغول په منصبونو غره گرځي

يکباره يې مخ په نفس اماره کړ

ما دولت ورته گټلی وپه توره

دا زما د تورې نقش يې اواره کړ

خو د خدای فضل وکرم وته اميد دی

گڼه حال مې د زامنو ننداره کړ