نظم
چې مرگ شته په دنيا کې
Khushal Khan Khattakچې مرگ شته په دنيا کې
ښادي نشته په جهان
دخيال مېرمنې جونه
د دماغ څښتن ځوانان
چې راشي هسې درومي
لکه گل د گلستان
تله دي له جهانه
په افسوس او په ارمان
موږ لکه لاله يو
په دا لږ عمر خندان
شمعې ته نظر کړه
چې پسو ژاړي خپل ځان
بار تړه خوشاله
د جرس اورې فغان