غزل

چې مرغونه د اسمان ساتي دا کار

Khushal Khan Khattak

چې مرغونه د اسمان ساتي دا کار

د هوښيار دی، د بيدار دی، خبردار

زه دا نه وايم چې زه هوښيار بيداريم

د ما هم له لاسه لاړ دي څو دينار

د نادان خطا لا هسې گرانه نه وي

که خطا ده خو خطا ده د هوښيار

هو! دا هومره تفاوت تر منځ ليده شي

چې مير ښکار سړی پوهېږي په خپل کار

سر رشته دمير ښکارۍ ورڅخه نه وي

بې هوده مرغه ضايع کا نا مير ښکار

ښه مرغه د نامير ښکار تر لاس ور مه شه

او که ورشي يا به خاورې شي يا خوار

د خوشال خبره نغوږه پرې عمل کړه

تجربې بې دي ليدلې د روزگار