غزل
چې مين دې د زلفينو په سلسل يم
Khushal Khan Khattakچې مين دې د زلفينو په سلسل يم
خود په خود و لېونتوب و ته مايل يم
وايې ته به دمجنون غوندې مين وې
که و چاروته مې گورې ترې فاضل يم
ما به څه پوښتې چې څه لره زړه تنگ يې
ستا د تنگې خولې په فکر کې تنگدل يم
د گلونو په ليده دې مخ را ياد شي
ځکه هسې په گلگشت د چمن تل يم
په ځير ځير راته کاته کړې، ځيروې مې
مگر ستا گومان په ماکېږي چې بل يم
ستا له کويه به ولاړ نه شم که شړې مې
چې دې زړه، هسې جفا کړه اوس دې خپل يم
لکه څوک چې په خپل دين کې مستحکم وي
هسې زه د يار په مينه مستقل يم
چې جدا له خپله ياره ژوندی پايم
زه به دا ژوندون له ياره تل خجل يم
د نفر غوندې مې عذر، چاره نشته
هر چې ما وته څه وايي په منل يم
لکه څوک چې خواږه شهد و خوري خوښ شي
هسې خوښ د شکرلبو په ښکنځل يم
د خوشال په گلرېزۍ کې بهار راغی
په زېبا ويل هر گل ته مقابل يم