غزل
چې مور پلار ځنې آزار شي، هغه عاق دی
Khushal Khan Khattakچې مور پلار ځنې آزار شي، هغه عاق دی
د عاق زويه ځای دوزخ په اتفاق دی
هغه مور و پلار به خلاص نه وي له غمه
چې فرزند ځنې زوولی بد اخلاق دی
هغه زويه به آخر په خوارۍ خوار شي
چې ښکاره يې دخپل پلار سره نفاق دی
د اورنگ بادشاه په دور ستم دا شو
چې هر زوی دخپل پلار د سر مشتاق دی
نن هغه قطب اقطاب گڼي خپل خپسر
چې گواه يې دعاقوالي درست آفاق دی
تا خلف زويه په گور، خلف دې غواړي
هر پدر چې د پسر په اشتياق دی
دا زما هم گله ده د ټټؤانو
رايې وښيه چې کوم په کې تفچاق دی
دټټوانو نه همه ټټوگي زېږي
که ايغر يې د عرب، يا د عراق دی
د هغه اسلام اسلام نه دی خوشاله!
چې بهتر ورځنې گبر په ميثاق دی