غزل چې مې کړی هر آثام دی Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې مې کړی هر آثام دی که په حس که په اندام دی 02 اوس له واړو توبه گاريم په اخلاص مې دا کلام دی 03 ته کرم راباندې وکړه! ستا کرم په هر چا عام دی 04 په دوه سترگو مې منلی چې د شرع هر احکام دی 05 واړه امر مې قبول دی تر ې توبه چې نهې نام دی 06 استقلال د توبې راکړه! د شيطان د بلا دام دی 07 ما ساته دده له شره نفس مې مدعي خود کام دی 08 په توبه کې ثبات راکړه! لکه حکم د اسلام دی 09 په خپل لاف به هيڅ ونه کړم که زه لافې کړم، لاف خام دی 10 چې توفيق له تانه، نه وي د زاهد زهد حرام دی 11 په هغې لارې مې بيايه! چې پرې ايښی نبي گام دی 12 نور به څه کړم ډېر خواستونه دا يو ما لره تمام دی 13 چې ثابت ولاړ په دين دی د خوشال باندې سلام دی Dictionary meaning × Headword