غزل
چې مې ښه تروېت د خپلې چارې ځير کړ
Khushal Khan Khattakچې مې ښه تروېت د خپلې چارې ځير کړ
ځان مې واړه حبطه په خپل تدبير کړ
لکه واچوي دانه د دام په منځ کې
خلقو ما سره په مهر کې تزوير کړ
ما په دا سترگو ليده ددنيا خلق
څو يې ډېر د دنيا سود هومره يې وير کړ
مور زادي کاڼه هر گز نه هوښيارېږي
نصيحت په تور زړگي کله تاثير کړ
په ناپوه باندې بې غمه بې غمي ده
د دانا افت يې خپل ضمير منير کړ
راشه وگوره يو گز مځکه نيولې
چې يې مټ د خپلې خونې په توفيرکړ
د ارمان لاسونه مړه مږي په گور کې
چې مو ولې په نېکيه کې تقصير کړ
د هر چا مې خپل هنر بلا د ځان دی
خپلو پرونو په خزه باندې کجير کړ
چا يې وصل په خپل مټ حواله کړی
چا د هرې چارې حکم په تقدير کړ
لېونی د لېونتوب په سبب بند شي
مست هاتي خپلې مستيې په زنځير کړ
په بار بار د خپل استاد منت راباندې
چې له زنگه يې صفا زما ضمير کړ
که ويل يې دغماز منلي نه دي
بيا يې ولې له حيرانه زړه دلگير کړ
پوره زر اتيا کالونه په کابل کې
دا غزل مې په بياض باندې تحرير کړ
د خوشال د زړه خوښي نه شي بې سرايه
خپل وطن يې په هرچا باندې کشمير کړ