غزل
چې مې خپل مېن نيولی تر آغوش دی
Khushal Khan Khattakچې مې خپل مېن نيولی تر آغوش دی
د جهان هوس مې واړه فراموش دی
ساقي! زه څه هوښيار نه يم، باده راکړه!
لېونتوب د لېونيو پرده پوش دی
چې پرون يې اهانت دميخور وکړ
نن هغه دميو ډک، سبو په دوش دی
ساقي! تر س د محتسب د درې نشته
چې بابا يې د مجلس سره می نوش دی
هدايه! وقايه څه لولې و ماته
چې زما د نای و نی په آواز، گوش دی
دا گلگون شراب د کومې ميخانې دي
چې صوفي يې په جرعه سره مدهوش دی
د شرابو مناهي مگر په دا شوه
چې هر کښلی په لبانو مې فروش دی
د بهار په وخت به څه له ميو اوړم
چې سرود دمغني په نوشا نوش دی
بيا به داگلونه نه وي، ميخوري کړه
د بلبلو په آواز کېدا سروش دی
ډېر د باد سواره په خيال تر ماتېريږي
همېشه په دا بازار کې پوشاپوش دی
چې په ډېر ارمان د يار له مخه بېل شو
د خوشال په بخره هر کله خروش دی