غزل

چې مې وليدې دا تورې سترگې ستا

Khushal Khan Khattak

چې مې وليدې دا تورې سترگې ستا

زه به نه کړم هېرې نورې سترگې ستا

يا د باز يا د طاوس يا د شاهين دي

يا د تور هوسې که گورې سترگې ستا

لکه وژغوري کبلی په سنبل زار کې

د خواره وربل تر سيوري سترگې ستا

لکه پټ سواره د جنگ نېزې په غاړه

دا اوږده باڼه پرې پورې سترگې ستا

چې دې هسې و هر در وته ولاړ کړ

د عاشق دی اور په کورې سترگې ستا

لکه څوک په ميو مست شي هسې مست شم

زه چې ووينم ميخورې سترگې ستا

که شېخان که زاهدان که عابدان دي

د هر چا د زړونو چورې سترگې ستا

چې دې غوښت هغه ديدن دی ورته گوره

که خوشاله نه دي کورې سترگې ستا