غزل

چې مې زړه پسې مېښ مېښ شي

Khushal Khan Khattak

چې مې زړه پسې مېښ مېښ شي

صبر و هوش پسې لېښ لېښ شي

د هغو شونډو شربت به

يا نصيب چې کله چېښ شي

په پرهار مې ظلم کېږي

چې توبری ځنې و کښېښ شي

په خزان کېنورې ونې

توان لري چې سبر سرېښ شي

زه يې ناسته په پالنگ يم

که خوشال له خوبه وېښ شي