غزل چې نصيب يې سينه چاکه زړه فاگار شه Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې نصيب يې سينه چاکه زړه فاگار شه جرس ځکه په فرياد او په چغار شه 02 چې ندا د عاشقۍ په عاشق وشوه د غفلت له خوبه پاڅېده بيدار شه 03 عبادت د ريا کار څه په کار نه دی لکه غُوک هسې په بحر کې مردار شه 04 د جاهل زُهد په زهد حساب نه دی لکه مال په خمرو خرڅ د خمر خوار شۀ 05 مشقت د نادانو واړه پوچ دی لکه بې بارانه ابر تش غبار شه 06 علميت د بې عملو عالمانو! لکه گنج د کتابونو په خره بار شه 07 چې يې کاندي و نا اهل و ناقابل ته نصيحت د ناصحانو کوم په کار شۀ 08 د رحمان کلام په غوږ د بې هنرو لکه دُر په لاس د طفل هسې خوار شۀ Dictionary meaning × Headword