غزل چې نصيب يې سينه چاکه زړه فاگار شه رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې نصيب يې سينه چاکه زړه فاگار شه جرس ځکه په فرياد او په چغار شه 02 چې ندا د عاشقۍ په عاشق وشوه د غفلت له خوبه پاڅېده بيدار شه 03 عبادت د ريا کار څه په کار نه دی لکه غُوک هسې په بحر کې مردار شه 04 د جاهل زُهد په زهد حساب نه دی لکه مال په خمرو خرڅ د خمر خوار شۀ 05 مشقت د نادانو واړه پوچ دی لکه بې بارانه ابر تش غبار شه 06 علميت د بې عملو عالمانو! لکه گنج د کتابونو په خره بار شه 07 چې يې کاندي و نا اهل و ناقابل ته نصيحت د ناصحانو کوم په کار شۀ 08 د رحمان کلام په غوږ د بې هنرو لکه دُر په لاس د طفل هسې خوار شۀ د قاموس مانا × اصلي کلمه